د
افغانستان
ولس نه
غواړي چه افغانستان
تجزیه شی
دا
خبره د پوهېدو
وړ ده چې د
امریکا د ولسي
جرګې یو شمېر
غړو سره د
افغانستان د
شمال د یو شمېر
سیاسي ډلګیو
په اصطلاح
مشرانو غونډه
د جرمني په
برلین ښار کې جوړه
شوېده .
دې
غونډه ته د
افغانستان د
یوې برخې څخه د ملي
ايتلاف په
استازیتوب عبدالله
عبدالله ، د
ملي اسلامي
غورځنګ لخوا جنرال
عبدالرشید
دوستم ، اسلامي
وحدت ګوند څخه عبدالکریم
خلیلي، ملي
جبهې څخه احمد ضیا
مسعود، د وحدت
ګوند مشر محمد محقق،
د بلخ والي
محمد عطانور،
د ولسي جرګې
پخوانی رييس
یونس قانوني،
د ملي امنیت پخوانی
رييس امرالله
صالح، د
افغانستان د
ورځپاڼو د جالګې مشر ډاکتر
حسین یاسا او
د ملي جنبش
مرستیال فیض الله
ذکي بلل شوي دي .
همدارنګه
په دې غونډه
کې د
امریکا له
لوري د استازو
د جرګې د
کلیفورنیا د ۴۶ یمې
حوزې غړی ډانا
روهرابکر، د
استازو د جرګې
غړی لاریټا
سانچیز(د
کلیفورنیا) چې
د وسله والو
خدماتو د کمېټې غړیتوب
لري، د ټکساس
ایالت استازی
لويي ګوهمرت
چې د استازو
جرګې د عدلي
کمېټې مرستیال
رييس دی، او
سټیف کینګ چې
د لوا د سیمې
استازی دی،
برخه اخلي.
د
غونډې موضوع (
افغانستان
۲۰۱۴ ،
فرصتونه او
ستونځې ) تر
سرلیک لاند ټاکل
شوې او د
برلین ښار په
اسپين
انستیتیوت کې
يي د جوړېدو
تیاري نیول
شوې .
په
رسنیو کې ویل
کیږي چې
افغانستان
څخه نوموړي
کسان په یوه
بلنلیک سره دې
غونډې ته
غوښتل شوي ،
خو دا خبره
ګونګه پاتې ده
چې ایا دا
غونډه د
نوموړو افغانانو
په غوښتنه
جوړه شوې او
که غوښتنه لومړی
د امریکا او
المان له لوري
شوې ده .
ویل
شوې چې غونډه
به دوه ورځې
وي او د جنوري
په ۹ مه به
پایته رسیږي .
د غونډې د
پریکړې په اړه
چې تر اوسه
رسنیو او
باخبره کړیو
ته نه ده رسېدلې
، نیاو ( قضاوت )
مخکې له مخکې
ناسم بريښي ؛
خو خپله د
غونډې د مهال
، ځای او
ترکیب په اړه
د نظر
څرګندتیا ، څېړنه
او شننه شونې
ده.
که د
غونډې غوښتنه
د نوموړو
افغانانو
لخوا شوي وي ،
ایا د غوښتنې
منځټکي به څه
وي ؟
ــ د
ریاستي نظام
پرځای
پارلماني
نظام ؟
ــ د
مرکزي غښتلي
دولت پرځای
فیډرالی
سیستم ؟
ــ دا
چې امریکا په
قطر کې
طالبانو سره د
افغانستان
دولت له مشورې
او ګډون پرته
چې نوموړي
کسان او د دوی
سیاسي ډلګګۍ
هم د افغانستان
د موجوده دولت
واکمن غړي دي
، ولي خبرې
کوي ؟
ـــ
او یا دغه
کسان له پورته
خبرو سربېره
نورې غوښتنې
هم لري ؟
ــ
ایا د افغان
دولت ولسمشر
کرزي سره په
دې اړه دواړه
خواو ، امریکا
او المان او
هم دغو افغاني
ډاکوانو سلا
او مشوره کړې
، که څنګه ؟
بلخوا
که د مهال
عنصر راواخلو
، امریکا او
المان په عینې
وخت کې په قطر
کې له طالبانو
سره هم د خبرو
زمینه
برابروي او په
دې اړه له
افغان دولت
سره سلا او
مشوره نه کوي . که
طالبانو
لپاره قطر د
خبرو وړ ځای
په نښه کیږي ،
نو د شمال د
ډاکوانو
لپاره بیا ولې
د برلین ښار
اسپين
انستیتیوت په
نښه نه شي !؟
که د
طالبانو
ډاکوان د
افغان دولت
څخه پرته ، د
خپلو ستونځو د
حل لپاره
امریکا سره مخامخ
خبرې کولای شي
نو بیا ولې د
شمال ډاکوان د
افغان دولت له
خبرتیا او
ملتیا پرته
امریکایانو
او لوېدیځوالو
سره خبرې
ونکړي ؟
طالبان
چې ځان د
پښتنو استازي
بولي افغان
دولت سره د
مخامخ خبرو په
انکار او د
هغې پرځای په قطر
کې له
امریکایانو
سره په مخامخ
خبرو ، په حقیقت
کې شمال
ډاکوانو ته
پلمه په لاس
کې ورکوي چې
دا ملي غداران
هم له مرکزي
دولت څخه واټن
ونیسي او د
خپلو ستونځو د
حل لپاره د
افغان دولت
پرځای پردیو
پلازمېنو او
تکاویو ته پنا
یوسي او له
افغانانو په
پټه د دوی د
برخلیک خبرې
له نااشنا
موجوداتو او
کړیو سره پر
مخ بوځي !
پکار
خو دا دي چې د
شمال ولس د
سرونو
سوداګرو ، خپلې
ټولې خبرې او
غوښتنې په
رڼاورځ د ملي
شورا ، حکومت
، دولت
او ملت سره
شریکې کړي وای
! همدارنګه
طالبانو هم
لکه د اسلامي
ګوند په شان
مرکزي دولت
سره مخامخ
خبرې کړی وای .
داسې
ښکاري چې ستونځه
له یوخوا نه
ده .
هغه
روشنفکران او
رسنۍ چې د هغې
او یا دغې خوا په
ګټه ، لوری
نیسي او د
مرکزي دولت
پرځای د تنظیمي
ډاکوانو په
ملاتړ
سنګرونه نیسي
، دې حساس وخت
کې د
افغانستان
ملي ګټو او د
افغان ملت له
شتون سره لویه
جفا کوي !
افغانان
د ملت پتوګه د
هر ډول توپیر
پرته ، یو موټی
او پیاوړی
افغانستان
غواړي . د
افغان ملت
دوښمنان چې د
شمال او جنوب په
تنظیمونو کې
يي ځای نیولی
او په پردیو
مرکزونو د
هیواد د
سوداکولو
لپاره ګرځي
راګرځي باید
په دې وپوهیږي
چې د ملي
خاینینو
پتوګه به د افغانانو
لخوا وګڼل شي
او په دې نوم
به مجازات شي .
په
داسې مهال چې
تنظیمونو کې
پټ ناست
مجرمین ، مرکزي
دولت څخه د
تېښتې په حال
غواړي دا دولت له
پښو
راوغورځوي ، د
افغانانو
دنده ده چې
ویښتیا له
لاسه ورنکړي ،
د ملي ګټو د
خوندیتوب
لپاره په مرکز
راټول شي .
که
مرکز او دولت
نه وي د سولې ،
امنیت ،
پرمختګ او
دیموکراسۍ
خبرې ځای نه
نیسي .
د
افغانانو
یووالي د ټولو
دوښمانانو په
سر کلک ګوزار
او د هیواد په
وړاندې د ټولو
چلوټو او توطیو
مخې ته خنډ دي .
ژوندی
دې وي افغان
ملت !
تل دې
وي افغانستان
!
د
۲۰۱۲ کال د
جنوري ۹ مه
سرلوڅ
مرادزی