د
ازادۍ پتنګان
ولې د ډیورند
دیوال نه
ړنګوي ! ؟
له ۱۹۹۲کال
راهیسې، کله
چې پاکستان او
ایران کې جوړشوي
اسلامي تنظیمونه
د افغانستان د
ویجاړۍ او
بربادۍ په
موخه لکه
ملخان د کابل
او هیواد پر
کلو او کوڅو
راوالوځول
شول ، پلپسې دا
یوه بولاله
تکراروي چې د
برلین دیوال
دوی نړولی ،
ختیځ او
لوېدیځ جرمنی
دوی بېرته
یوځای کړی ،
ختیځه اروپا
دوی خپلواکه
کړې ، د وارسا
پوځي تړون دوی
دړې وړې کړی ،
پخوانی شوروي
پر ۱۵
جمهوریتونو
دوی ویشلی ،
په ویتنام کې
د امریکا د
ماتې غچ دوی
له شورویانو اخیستلی
، د نړۍ نقشه
دوی پر بل مخ اړولې
او د بشریت د
ټول تاریخ په
کچه په نړۍ کې چې
څه ابادې شوي
له هغې زیاته
د دوی د
واکمنۍ ( ۱۹۹۲ ) له
برکته د
نړیوالو په
نصیب شوې .
نږدې ده
چې ۱۹۹۲( ۱ )
کال د دوی
لخوا ، د ټول
تاریخ او
بشریت په کچه
د تاریخ مبدا
وګڼل شي او له
دې مخکې ټولې
سنې او تاریخونه
لغوه او باطل
اعلان شي .
که له
دې ښاغلو څخه وپوښتل
شی چې که
ستاسو دا ټولې
ادعاوې
ریښتیا وي او
له افغانستان
څخه ډېر لري
برلین دیوال
نړولای شۍ بیا
ولې په کور
دننه د ډیورنډ
دیوال چې د
افغانانو پر
زړه او ټټر
لکه خنجر تېر
شوی او یو
تاریخي هیواد
افغانستان يي
په دوه برخو
ویشلی ، نه شي
نړولای ؟
دا چې د
برلین دیوال
په نړولو سره
د ختیځ او
لوېدیځ جرمني
ولسونه بېرته
یوځایولای شۍ
، بیا ولې د
ډیورنډ دیوال
په نړولو سره خپل
پاشل شوی
هیواد لوی
افغانستان او
په دې کرغېړن
دیوال بېل شوی
لروبر
افغانان
بېرته سره نه
شۍ یوموټی کولای
؟
که تاسو
ختیځ جرمنی او
ختیځه اروپا
ازادولای شۍ
بیاولې د
پنجاب ، ایران
، روسیي ، عربو
او
لوېدیځوالو د
مرییتوب
لپاره خپله
غاړه او سترګې
ټيټوۍ !
که ستاسو
د جهاد له
برکته
پاکستان
ابادیږي او اسلام
ا باد ددې
سیمې د ښارونو
ناوې ګرځي ،
بیا ولې تاسو
خپله پلازمېنه
کابل په
کنډواله بدل
کړ ، د
دارالامان
ماڼۍ چې د
افغانستان د
خپلواکۍ
سمبول دی ولي
د وحشت او
بربریت په
انځور بدله
شوه ؟
همداراز
که ستاسو د
جهاد او د
افغانانو د
وینو په بیه
پاکستان د
سیمې په اتومي
زبر ځواک
بدلیږي نو بیا
ولي مو خپله
اردو او ملي پوځ
له منځه یووړ
؛ ولې مو د
خپلې اردو
الوتکې ،
ټانکونه ،
شوبلې او نورې
ډول ډول وسلې پاکستان
ته وچلولې ؛
ټانکونه او
شوبلې مو اره
کړې او د عادي
اوسپنې په بیه
مو په پنجاب
وپلورلې ، ایا
په اصطلاح ګټلې
ازادې د همدې
لپاره وه !
څو ورځې
مخکې مې د
خپلواکۍ د همدغو
پتنګانو د یوه
ویاند په
لیکنه کې چې
بېلا بېلو
بریښناپاڼو
کې خپره شوې وه
، چیری ولوستل
« ځکه زمونږ
هغه وسایل چي
د روسي
زبرځواک د عسکرو
د تیښتي په
وخت کی ز مونږ
ولس ته پاته
شوي وو هغه د همدی
غربي جاسوسي
کړیو په لاسو
له منځه ولاړل »
خو
نوموړي ته په
ځواب کې د
لنډي خیبر په
نوم کوم افغان
لیکلي و « دا
جاسوسي کړۍ
کومې وي او دا
جاسوسان څوک
وو ؟ تاسو
کولای شئ لږ
يي په اړه رڼا واچوئ ! په
دې منځ کې
ستاسو د
اسلامي ګوند
دریځ څنګه وو
، ایا تاسو په
دې کړیو کې نه
راځئ ؟
اول خو هغه
وسایل له
روسانو نه وو
پاتې ، بلکې د
هغه مهال د
افغان دولت
په لاس کې وو
او د ملت مال
وو . بله دا چې
هغه دولت خو
دا وسایل تاسو
مجاهدینو ته
سالم په
اختیار کې
درکړل ، دا چې
تاسو کفایت نه
درلود او د ای
ایس ای په
دستور مو
ټول پاکستان
ته وچلول ، په اصلیت
کې باید دا
خبره وشي.
د
ننګرهار قول
اردو خو اسلامي
ګوند ته په
ویش کې پاتې
شوه ، ددې قول
اردو نظامي
وسایل تاسو څه
کړل ؟ ټانکونه
، شوبلې ، د
ترانسپورت
ټولې نظامي وسیلې
مو پاکستان ته
ونه چلولې ؟
توپونه مو
اره نکړل ! د
ساده اوسپنو
په تول مو خرڅ
نکړل ؟
د ننګرهار
د کانال
اوسپنې او وسایل
مو پاکستان ته
ونه چلول ؟
سعید
وروره ، له تا
به دا هر څه
هیر شوي وي او یا به هڅه
کوي چې هیر يي
کړي ، مګر د
افغانانو دا
هر څه په یاد
دی او هغه يي
نه دي هېر شوي
او تاسو يي هم
د هېرولو کوښښ
مه کوئ .
وروري به
کوو ، خو حساب
تر منځه ! پخواني
حساب غواړو .
او د اینده
په اړه به هم
خبرې کوو ،
افغانستان
هغه پخواني افغانستان
نه دی او
افغانان هم
هغه پخواني افغانان
نه دي . دا ځل يي
هیڅوک او تاسو هم نه شئ
تېرایستلای ،
بلخوا د ځان
تېرایستلو هڅه
هم مه کوئ ! ،
تاند »
څه ښه يي
ویلي دي ، هغه
قومونه او
ملتونه چې نه
يي له نړۍ او
نه يي له خپل
تېر تاریخ څخه
زده کوي ، په
وار وار پر
ځان ناکامو
تجربو ته اړکیږي
!
دلته موخه
دا نه ده چې
جهاد او
مجاهدین په
مجرده توګه په
نښه شي بلکې
هڅه دا ده چې د
ناکامو او بې
ګټو تجربو د
تکرار مخه
ونیول شي .
هغوی چې
له دومره ماتو
او رسوایو سره
بیا هم په
جهاد او
مقاومت
سوداګري کوي ،
افغان ولس ته
باید په ډاګه
شي . د دین او
مذهب سوداګر
چې ځانونه يي
د پاکو ایتونو
او حدیثونو په
مشوړه کې
پیچلی دی ،
رابربنډ شي .
د ازادۍ
پتنګانو ته
باید وویل شي
، موږ به
ستاسو خبره
ومنو چې
افغانستان
تاسو خپلواک
کړ او ستاسو
په وینا اوس
سل په سلو کې
خپلواک دی . د
برلین دیوال
هم تاسو
ونړاوه او
ختیځ او لوېدیځ
جرمنی ستاسو د
جهاد په مټ
بېرته یوځای
شو ، نو چې
داسې ده راځۍ
اوس په ګډه د
ډيورند دیوال هم
ړنګ او نسکور
کړو او تر
اباسین پورې
افغاني خاوره
له پنجابي
ښکېلاکه
ازاده کړو !
که ستاسو
ځني ملګري
مجاهدین د
کشمیر د
خپلواکۍ
لپاره
جنګېدلای شي
نو بیا ولي دا
مجاهدین د
پښتونخوا د
بشپړې
خپلواکۍ
لپاره ونه
جنګیږي ؟ که
تاسو پخوا او
اوس هم د
چیچنیا د
خپلواکۍ لپاره
مجاهد سرتیري
استولای شۍ ،
نو بیا ولې دا
سرتیرې په
پاکستان دننه
د خپلې خاورې
او پښتنو د
خپلواکۍ
لپاره نه
هڅوۍ؟
اوس يي وخت
راغلی چې بېله
هغې هم
ستاسو د ځينو
روزنغالي او
پټنغالي د ډیورند
دیوال څخه
پورې غاړه دي . په
شمشتو ،
وزیرستان او
کوټه کې اوس
هم ستاسو قرارګاوې
فعاله دي ،
راځۍ د
ټوپکونو او
توپونو خوله د
پنجاب په لور
ورتاوه کړۍ !
داسې
میړانه یوازې نن
د بلوڅو د
خپلواکۍ
غورځنګ په مټ
شوې « د بي
بي سي اردو د
راپور له مخې
په دي پیښه کي
د پاکستان د
سرحدي قول
اردو د دوو
افسرانو په
ګډون څوارلس
پوځیان وژل شوي
ا و پنځلس نور
یي ژوبل دي. »
ددې پر
ځای چې
افغانستان په
ګولیو سوری
کړۍ ، د افغان
اردو سره
یوځای خپل
تاریخي پنجابی
دوښمن په نښه
کړۍ !
که مو د
ډیورنډ دیوال
ړنک کړ او تر
اباسینه مخې
ته لاړۍ او
خپل افغاني
بېرغ مو پر
اټک ورپاوه ،
بیا منو چې
ریښتیا د
ازادۍ پتنګان
یاست !
راځۍ په
همدې خبره غور
وکړو او په
خدای تکل وکړو
او ورځو پرې !
تصمیم د
بري لومړی شرط
دی !
یادونه :
( ۱ ) د
۱۹۹۲ کال په
تړاو :
یوه
پخوانۍ ولسې
خبره ده : کلي
کې له یو چا
باد لاړل ،
سړي د شرم له
کبله کلی
پريښود او
چیری لري لاړ .
څو وخت روسته
چې سړی نور
مسافرۍ کې تنګ
شو ، بېرته
کلي ته راغی
او فکر يي
کاوه چې اوس به
هغه د باد
تللو خبره له
ټولو هېره شوې
وي . خو کلي کې
چې له هر کور
او دېرې څخه د
خلکو خبرې
اوري ، ویل کې
چې د فلانې له ...
څخه دوه
میاشتې مخکې
مثلآ زلزله
شوې وه . د
فلانې له ....
پنځه میاشتې
روسته فلاني
مړ شو او داسې
نورې پېښې او
نېټې .
سړي فکر
وکړ چې د کلي
خلکو نه یوازې
دا چې د
نوموړي باد
تلل نه دي هېر
کړي ، بلکې د
هغه له باد
تللو څخه يي جنتري
او کلیزهم جوړکړې
دی !
د ۲۰۱۲
کال د جنورۍ ۱۲
مه
سرلوڅ
مرادزی