د
رباني مرګ ، د
جمعیت او
نظارشورا
ځنکندن
برهان
الدین رباني
چې ایران کې د
اسلامی
ویښتیا
کنفرانس کې له
ګډون روسته ،
د روان کال د
سیپټمبر په ۱۸
مه د پلازمېنې
کابل په وزیر
اکبرخان کې ووژل
شو ، په حقیقت
کې د نظارشورا
او جمعیت سمتي
، سیاسي او
معنوي سرلار او
پلارګڼل کیږی
. د رباني په
مرګ ، نوموړو
ډلو خپل داسې
یو څوک له
لاسه ورکړ چې
بیا میندل يي
ورته ناشوني
او یتیم توب
به يي تلپاتې
وي .
رباني په
۱۹۴۰ کال د
بدخشان په فیض
اباد کې
زیږیدلی و . په
خټه تاجک او لومړنۍ
زده کړې يي په
خپل کلي ،
منځنۍ او لوړې
زده کړې يي په
کابل کې ترسره
کړی وې . ماسټري
يي د مصر د
الاظهر
پوهنتون څخه
اخیستې او
روسته بیا
افغانستان ته
راستون شوی . کابل
ته له رسیدو
روسته يي د
سیکولر
سیاستونو او
سمونونو سره چې
ټولواک محمد
ظاهرشا يي
پليتوب غوښته
، کلک مخالفت
څرګند کړ .
په
همدې موخه
یانې د
سیکولریزم یا
په مذهب د نه
ولاړ سیاست په
وړاندې يي په ۱۹۷۱ کال
، د اسلامي
جمعيت بنسټ
کېښود او د
غلام محمد
نیازي روسته
په دغه ګوند
کې دوهم کس وګڼل
شو . د نیازي له
مرګ روسته د
ژوند تر پايه
د دغه ګوند
مشر پاتې شو. وروسته
له هغه چې
سردار محمد
داودخان په
افغانستان کې
د واک په ګدی
کېناست، برهان
الدين رباني
پاکستان ته
وتښتید او د
هغه وخت افغان
حکومت پر
وړاندې يې
جګړه راپيل کړه.
نوموړی هغه
مهال وکولای
شول چې خپل
ګوند د
پاکستان له
لارې په وسلو
او پيسو ښه
سمبال کړي .
ربانې
د نظارشورا او
جمعیت یو داسې
مشر و چې یو
خوا يي
ستمیانو او د
هیواد په شمال
کې د سیکټاریستو
ډلو سره په
ګڼو
فعالیتونو کې
برخه درلوده
او په دوی کې
يي د پیوستون
سا پوکوله او
بلخوا يي په توندو
مذهبي
اندیښنو سره په
افغانستان او
سیمه کې د سخت
دریځه مذهبي
پلویانو سره د
پان اسلامیزم
ناره توده
ساتله .
نوموړي د
سیکټاریزم په
جبهه کې د
روسيي ، ایران
او نورو ملاتړ
ته سترګې
نیولې وي او د
پان اسلامیزم
په جبهه کې بیا
د پاکستان او
نړۍ د عرب او
عجم د
مذهبي سخت
دریځو له
ملاتړ برخمن و
.
ده له
مرګه یوازې څو
ورځې مخکې په
ایران کې چې
هلته د اسلامي
ویښتیا په نوم
کنفرانس کې د
ګډون لپاره
تللی و ، د
کنفرانس
ویاند ته وویل
: « دكتر
ولايتي را به
عنوان دبير
اين همايش
مورد خطاب
قرار داد و
افزود :
اميدواريم دبيرخانهاي
براي مشورت در
مسائل اسلامي
و مشكلات جامعهي
اسلامي
ايجاد شود تا
به تمام جنبشها
مشورت دهند. له
Fars News Agency
څخه»
همدارنګه
رباني د ژوند
تر روستیو
ورځو پورې پاکستان
کې هم د مذهبي
سخت دریځو سره
خپلې اړیکې
خورا تودې وساتلې
. په
دې اړه له رسنيو
سره په خبرو
کې قاضي حسين
احمد وايي « ده په
لومړي ځل په
١٩٧٠ کال کې
له برهان
الدين رباني
او د کابل
پوهنتون له
دوو شاگرانو
سره وکتل او
هغه وخت ښاغلى
رباني تر شپږو
مياشتو پورې د
ده
ميلمه و . حسين
احمد له دې
رازه هم پرده
پورته کړه چې
د هغه وخت
پاکستاتي
لومړي وزير
ذالفقار علي
بوټو برهان
الدين رباني
سره وکتل او ده ته
يې پناه ورکړه
چې پاکستان کې
واوسيږي او د
داود خان د
حکومت پر ضد
فعاليت وکړي .
د
پاکستان د
جماعت اسلامي
گوند مشر زیاتوي
، روستيو
څو ورځو کې نوموړي
بيا
له برهان
الدين رباني
سره کتلي و او
دا يې سره
ويلي وو چې د
ده په
وينا په
افغانستان کې
بايد د
امريکايي يرغل
د پاى لپاره
لار وموندل شي
او له پاکستان
سره اړيکي
خوږې شي .
قاضي
حسين احمد د
برهان الدين
رباني له خولې
دا
هم وايي چې
افغانستان د
پاکستان پر ضد
او له هند سره
ملگرتيا نه شي
کولاى او نه به
هند کله دې ته پريږدي
چې د پاکستان
پرضد کوم گام
واخلي . تاند
»
خو
اوس چې رباني
نور د سیمې د
مذهبي سخت
دریځو او په
افغانستان کې د
نظارشورا او
جمعیت په منځ کې
نشته ، نشتون
يي په هیواد
کې دې ډلو
لپاره یوه
لویه تشه ګڼل
کیږي . د رباني
له مرګه روسته
به دا ډلې خپل
منځ کې د مشرتوب
لپاره یو بل
پسې چاکوګان
باسي او وزلوبه
به چې لا پخوا
پيل شوې نوره
هم د نندارې
وړ وګرځي .
نن
سبا جمعیت او
نظار شورا ،
څلور یا پنځه
ټوټې شوېده . د
رباني له مرګه
څو اوونۍ
روسته د هغه
زوم ضیا مسعود
، د هزاره
ګانو د یوې
توند لارې ډلې
د مشر محقق او
همدارنګه د
ازبکو د یوې
ډلګۍ د مشر
عبد الرشید
دوستم سره په
یوه جلا ټلواله
کې یوځای شوي . که
څه هم دغسې
ټلوالې د دوی
په منځ کې
اوږد تاریخ
لري او ټینګې
نه وي خو بیا
هم د رباني له
مرګه روسته په
جمعیت کې هغه
د کشش قوه نه
ده پاتې چې له
مرکزه د
کادرونو او
نیمه مشرانو د
تیښتې مخه
ونیسي . ویل
کیږی چې دوی
سره د پدرام
په نوم یو
جنجالي ستمی
چې ځان د
افغان پر ځای
افغانستانی
بولي او د افغانستان
د لوړتیا پرځای
د هغه په ویش
او ذلت خوښ دی
او ایران سره په
نږدې اړیکو
تورن دی ، هم
په لومړیو
ورځو کې ملګری
و خو اوس ترې
جلا شوی دی . دا
ټلواله وايي « موږ
غواړو، چې په
افغانستان کې
یوه منظمه سیاسي
ټولنه جوړه
شي. منظمه
سیاسي ټولنه
په دې معني،
چې د هېواد هر
اوسېدونکی د
سیاست په بهیر
کې د سیاسي
برخې اخیستنې
حق ولري.
ترهغې، چې د
هېواد هر
اوسېدونکی په
دیموکراتیکه
توګه په سیاسي
بهیر کې د
برخې اخیستنې
له حق څخه برخمن
نشي، په هېواد
کې یوه منظمه
ټولنه نشي جوړېدی.
احمدضیا
مسعود د
افغانستان د
ملي جبهې يا
نوي ايتلاف د
مشرپه توګه
وټاکل شو. »
دې
ټلوالې په ځان
د ملي جبهې
نوم ایښې ، خو
له ترکیب څخه
يي څرګندیږي
چې یوازې د
افغانستان په
شمال کې د درې
قومونو څو
شمېرلي کسان
ورسره دي او
فعالیت به يي
هم په همدې
درې څلور ولایتونو
کې محدود وي
او هیڅکله به
د ملي او
سراسرۍ جبهې
کچې ته پورته
نه شي . د ملي سراسري
ګټو پرځای د
هیواد په یو
سمت او قومي
تنګه کړۍ ډډه
لګول ، هغه هم
د سوداګرۍ په
موخه هیڅکله
دیموکراتیکه
او ملي تګلار
نه شي ګڼل
کېدای .
بله
ډله د عبدالله
عبدالله ده . نوموړي
لا پخوا د
امرالله ،
نجیب کابلي او
نورو جمعتیانو
سره د امید او
تغییر په نوم
یوه ډله ټپله
جوړه کړې . دا
ډله له نورو
څخه احمدشا
مسعود ته ځان نږدې
او اصیل بولي . د
همدې اصیلتوب
په دعوه يي
تېره اوونۍ
کابل کې یوه
غونډه جوړه
کړې وه « د تغیر
او امید په
نوم د ډاکتر
عبدالله په
مشری ایتلاف د
یو شمیر سیاسی
مشرانو په
ګډون خپل
مخالفت ، د
افغان حکومت
لخوا د لوی
جرګې له
جوړیدو سره اعلان
کړ »
دې
ټلوالې په
ولسمشر کرزی
دا نیوکه
درلوده چې ولې
د لويي جرګې
له لارې د
افغان ولس سره
سلا او مشوره
کوي . دغه ډله اصلآ
د لوی جرګې له نوم
او دود څخه
کرکه لري او د
اوبو خړولو
لپاره پلمې
لټوي او غواړي
پخپل دې ملي
ضد سیاست نور
سادګان هم
تېرباسي .
د قانوني
په اړه ویل
کیږی چې هغه
له پخوانه د
ضیا مسعود ،
احمدولي
مسعود او عبدالله
سره د احمدشا
مسعود څخه د
پاتې شتمنیو د
ناعادلانه
ویش او واک پر
سر ژور خپګان
لري . نوموړی
چې د ولسې
جرګې غړی دی ،
اوس لکه ماښامي
ښایپرک په
تیاره کې فعال
وي او د ولسې
جرګې په شا کې
په هڅو بو خت
او دننه ولسې
جرګه کې مړاوی
څرګندیږي .
د
مزار فرعون عطامحمد
نور بیا په دې
اند دی چې « که
حکومت تګلار
بدله نکړي (
مجاهدین ) به
بیا وسلې
راواخلي »
نوموړي
د عبدالله
عبدالله دې څرګندونو
ته په اشارې چې
له طالبانو
سره دې د سولې
خبرې سملاسي
بندې شي، وايي
« د هغه خبرې
بېلې انګیرنې
لري، هغه ځانته
دريځ لري. له
شرايطو هرڅوک
ځانته
انګیرنه لري .» نوموړی
د رباني له
مرګه روسته د
جمعیت مشري خپل
استحقاق ګڼي او
په دې اړه به د
پراخې وزلوبې
ډګر ته راوځي .
د
قسیم فهیم په
اړه هم
جمعیتیان بلا
بېلې اندیښنې
لري . ډاکټر
مهدې چې له
نومګړو
جمعیتیانو څخه
ګڼل کیږي وايی
، کرزي او
فهیم له پخوا
څخه اړیکې
درلودې .
"روابطي
ميان مارشال
فهيم و آقاي
کرزي از مدتي
به اين سو
شروع شده بود
و اين روابط
بالاخره منتهي
به اين شد که
يک بار ديگر
مناسبات را از
نو تامين
بکنند؛ علي
رغم فراز و
نشيب هايي که
در مناسبات
قبلي شان پيش
آمده بود ».
داکتر
مهدي زیاتوي « مارشال
فهيم خواسته
است با اين
اظهارات خود
نهايت خلوص
نيت خود نسبت
به کرزي را نشان
دهد. برعلاوه
داکتر مهدي به
نکته ديگري
نيز اشاره مي
کند، اومي
گويد:
مارشال
فهيم و آقاي
حامد کرزي،
اگر نه مستقيماً،
از طريق
غيرمستقيم از
طريق برادران
شان، به
اصطلاح وجوه
اشتراک
اقتصادي
دارند، مشارکت
هاي اقتصادي
دارند، داد و
گرفت ها و
معاملات شرکت
هاي مشترک
دارند،
برادران شان. »
جمعیتیان
دا خبره «
پیوستن
مارشال فهیم
به کرزی ،
انشعاب در جبهه
ملي » نوره له
چا نه پټوي .
همداراز
د جمعیتیانو
بله سټه
اسماعیل خان
به هم په
جمعیت کې د
ضیا مسعود ، عطامحمد
نور او عبد
الله عبدالله
مشري ونه مني
او هغه به تل
پشان پر خپل
خره سپور پاتې
شي .
بلخوا
دا څلور پنځه
ډلې به بیا هم
په دې بڼه
پاتې نشي او
په نورو کوچنیو
ډلو به وویشل
شي .
د
رباني او
مسعود له مرګه
روسته جمعیت
او نظارشورا
پخپله زړه بڼه
، نوره د خپلو
پلویانو
لپاره د منلو
وړ نه ښکاري . د
سیکولریزم
سره ضدیت او
یا د پان
اسلامیزم
لپاره
سرښندنه چې د
رباني په ژوند
د جمعیت
ځانګړتیا وه ،
د جمعیت د
ځوان نسل
لپاره ګټه نه
لري .
همدارنګه د
مسعود
اندیښنې چې د
سخت دریځي
مذهب تر څنګ ،
په شمال کې د
هیوادوالو
څخه په پټه د
هیواد پاشلو
ته په نښه شوې
وي ، ولسونو
کې د ویښتوب
په لامل نور خپل
ارزښت له لاسه
ورکوي .
بلخوا
د نظارشورا او
جمعیت پلویان
او اوسني نیمه
مشران چې اوس په
نورو سوداګریو
او معاملو
بوخت دي ، هغه ګټې
چې په لوی
افغانستان کې
ترلاسه کولای
شي ، د هیواد
په یوه برخه
کې هغه هم د خپلو
پخوانیو اندیښنو
پر بنسټ نه شي
ترلاسه کولای .
که د
ضیا مسعود په
مشرۍ په
اصطلاح ملي
ټلواله غواړي
ملي واوسي او
ملي پاتې شي ،
باید د پنجشیر
، تخار ، مزار
او بامیانو له
کوڅو څخه د
لوی
افغانستان په
لور راووځي .
نوم پر ځان ملي
ټلواله
ایښودل او په
عمل کې د
افغانستان د
دریو قومونو
په یو شمیر
وګړو ډډه لګول
، په سیاست کې
پر ځان له
ملنډو وهلو
پرته بله مانا
نلري .
بلخوا
د عبدالله
عبدالله ډلګۍ ځان
د امید او
تغییر په نوم
راپیژني ، خو
دوی دا تغییر
یوازې د
افغانستان په
شمال کې غواړي
او د تغییر د
څرنګوالي په
اړه حتی په
شمال کې خپلو
پلویانو ته هم
ښکاره خبره نه
شي کولای . دوی
د هیواد په
نورو برخو کې
د کوم مثبت
تغییر لپاره
کړنلار نلري
او په دې اړه
کوم « امید ! » هم
نلري .
د
افغانستان
ملي ګټې په دې
کې پرتې دي
ټول هغه تنظیمونه
او ډلې چې ، د
سمت ، قوم ،
ژبې ، مذهب پر
بنسټ او په
تېره بیا په
پاکستان او
ایران کې رامنځته
شوي او اوس هم
وسلوال
ګروپونه لري ،
باید منحل شي .
ګوندونه او
ټلوالې باید د
هیواد او
افغان ملت د
ملي او سراسري
ګټو پر بنسټ
جوړې شي .
داسې
ملي ګوندونه
او ټلوالې به
چې د دیموکراتیک
نظام منځړی
جوړوي د
ولسونو د باور
وړ وګرځي .
اخځونه
:
بېلا
بېلې بریښنا
پاڼې
د
۲۰۱۱ کال د
نومبر ۲۱ مه
سرلوڅ
مرادزی
.