رڼااند
فیدرالي
نظام که
بیلتون
په
جرمني کې د څو
تش په نوم
افغان مشرانو
ناسته او په
هغې د دوی
غوښتنې دا په
ډاګه کوي چې ،
د محقیق ، ضیا
مسعود او
دوستم په شان
څېرو لا هم له
خپلو هغو کړنو
لاس نه دی
اخیستی چې
کلونه کلونه
یې پر بې ګنا
افغانانو
نارواوې وکړي
او باید لپاره
یې محاکمه شي .
په
داسې حساس
پړاو کې چې له
طالبانو سره د
سولې او
پخلاینې خبرې
روانې دي ، د
ځینو کسانو له
خوا چې ځانونه
د هیواد د
اقلیتونه
مشران بولي د
فیدرالي نظام
غوښتنه کټ مټ
د هیواد د ویش
غوښتنه ده.
په
دې غوښتنې سره
یو وار بیا دې
څو کسانو وښودله
چې دوی ته د
ټول
افغانستان
ملي ګټې هیڅ
ارزښت نه لري
او یوازې خپلې
شخصي ګټې ورته
مهمې دي . دوی
په دې ایمان
او باور لري
چې هیڅ کله به
په ټول
افغانستان د
واک چلولو ته
پرېنښودل شي
نو ځکه خو
غواړي د
فیدرالي نظام
په نوم
په خپلو سیمو
کې وړې واکمنې
جوړې کړي څو
یو وار بیا د
خلکو مالونه
او ناموسونه
ولوټي .
د
دوی دا غوښتنه
نوې هم
نه تر دې مخکې
یې هم په دې
مسله په واور
وار په یوه او
بله بڼه بحثونه
کړي دي . د
اساسي قانون د
تصویب د جرګې
پر مهال هم یو
شمیر له دوی
ډیره هڅه وکړه
چې په قانون کې
د افغانستان
نظام فیدرالي
نظام وګرځوي
خو پر دې ونه
توانیدل . اوس
چې بیا
افغانستان په
یو حساس پړاو
کې دي دوی بیا لکه
څوک چې له ټپي
ګوتې ونیسي دا
مسله په یو ډول
راپورته کړه.
خو
زما په باور
دا د دوی یو
خوب او خیال
کیدای شي خو
لکه تر دې مخه
چې ريښتیا شوی
نه دی اوس هم
ريېښتیا
کیدای نه شي .
باید
ومنو چې هرڅوک
حق لري خپل
نظر څرګند کړي
او دا هم کومه
لویه ګنا نه
ده چې یو څوک
دې د خپل هیواد
لپاره پر یو
ډول سیاسي
سیتم خبرې
وکړي ، خو دا ډیره
مهمه ده
چې دا خبري
څوک کوي او په
کوم وخت کې پر
کومو مسلو
خبرې کوي .
دا
کسان چې دا
مهال د
فیډرالي نظام
نارې وهي ، دوی
باید ددې نارو
پر ځای کې
رېښتیا پر
افغانستان
میین وي د
سولې او یو
والي په اړه
خبرې وکړ ي. نه
د بیلتون او
جدايي په اړه .
په
نړۍ کې داسې
هیوادونه هیڅ
نه شته چې
اتباع دي
یوازې په یو
قوم یوې ژبې
او یو مذهب
پورې تړلي وي
، نو که د ویش
خبره سمه وي د
نړۍ ټول
هیوادونه
باید ټوټه ،
ټوټه
شي .
زما
په باور دې
کسانو د جرمني
په ورستۍ
غونډې سره یو
وار بیا خلکو
ته د برهان
الدین رباني د
واکمنې د مهال
کورنۍ جګړې او
وړې واکمنۍ ور
په زړه کړې او
خلکو ته یې
ځان وریاد کړ
چې دوی هماغه
کسان دي چې ټول
هیواد یې په
کنډوالو بدل
کړ، نور فکر
نه کوم چې له
دې غونډې یې
بل کوم څه تر
لاسه کړي وي .