ایا
پنجاب به د افغانستان او سیمې په اړه ستراتیژي بدله کړي ؟
په تازه
څرګندونو کې ، افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر
رستم شا مومند ویلي « د
کابل لپاره د اسلام اباد پالیسي سبب شوې چې پاکستان له سخت حالت سره مخ شي او په
افغانانو کې له پاکستان څخه کرکه زیاته شي. »
د رسنیو د مالوماتې له مخې رستم شا
مومند ، دا خبرې د پاکستان د پوځ په مرکز کې د
ستراتیژیک کنډو ( strategic depth
) په اړه د پاکستاني چارواکو له غونډې ، روسته وکړي .
که څه هم د پاکستاني چارواکو د (
ستراتیژیک کنډو ) غونډې په اړه چې هلته
په نورې څه پریکړې شوي وي کره مالومات په لاس
کې نشته ، خو دا چې پاکستان به خپلې روانې
پالیسۍ کې چې منځړی او ملاتیر يي
له ترهګرۍ څخه
ملاتړ جوړوي څونه په شا شوی وي ، نږدې
راتلونکې وخت څرګنده کړي . پنجاب ترهګرو ته
داسې اړتیا لري لکه ژوندی موجود چې يي اوبو او هوا
ته لري .
په تاریخي لحاظ هم پاکستان په روغ او سالم
بهیر کې نه دی رامنځته شوی . د افغانستان او
هندوستان له خاورې څخه د پاکستان زیږېدون هغه اچول
شوي ماشوم یا بچي ( premature
) ته ورته دی چې د طبیبانو ( انګریز او
لویدیځ ) د ټولو هڅو سره سره هم پخپلو پښو نه
شي تلای . له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې
پاکستان جوړ شوی ، نږدې ټول عمر يي په
پوځی کودتاوو ، په کوردننه په کوتک مارۍ او ډنډه
ماریو تېر شوی . د ملکي حکومتونو په پير يي هم واک له
پوځیانو سره پاتې شوی دی .
یو مهال ارواښاد عبدالولی خان په
یوه لویه غونډه کې د پاکستان د ملکي حکومتونو په
اړه ویلي وو :
اول دې دور د ډنډو وو
اوس په ډنډو کې دې
جنډې وهي ټالونه
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال
اشفق کیاني په راولپنډۍ کې خبریالانو
ته د اکتوبر په ۱۸ مه ویلي وو«
امریکا ته دا یادول پکار
دي چې پاکستان اټومي ځواک دی، اټوم بم لري او د
افغانستان او عراق سره دې نه پرتله کیږي.
» اشفق کیانی د امریکا په پته دا هم ویلي چې
امریکا دې د پاکستان په
وړاندې د هرګام اخیستلو مخکې لس ځلې
فکر وکړي او بیا دې ګام پورته کړي .
امریکا ته د پاکستان ګواښونه
ښۍ ، د پاکستان هغه موخې چې دوی يي ملي
ګټې بولي د ترهګرو له شتون پرته په افغانستان او
سیمه کې له زیان سره مخامخیدای شي . ترهګر
اوس د پاکستان د پوځ په یوې برخې بدل شوي یا په بله
ژبه د پاکستان پوځ د ترهګرو په لاس کې کیوتی
دی . د پاکستان د پوځ او ترهګرو منځ کې د چین
دیوال نشته ، دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي . هم د کشمیر
او هم د افغانستان په برید ، د پنجاب پوځ په یوازې
ځان د ترهګرو له ملاتړ پرته ، د درېدو او مقاومت
ځواک نلري . افغانستان ته د ستراتیژیک کنډو په
سترګه کتل هم که یوخوا منځنۍ اسیا ته د پنجاب د
تېرېدو د پل او افغانستان کې د پنجاب د بې ارزښته
مالونو د ښه مارکيت په تمه کیږي خو بلخوا هند سره د پنجاب د
پېښېدونکې غیږي نیولو له ډاره هم
کیږي .
امریکايي پوځي چارواکي وايي « ایبټ اباد کې د مې په
دوهمه نېټه د بن لادن پر پټنځای د امریکايي
ځواکونو د برید له وخته د افغانستان په پکتیکا ولایت
کې د پولې له هغې غاړې د امریکا پر اډو لږترلږه ۱۰۲ حملې شوي .
دا په داسي حال کې
ده چې دا ډول حملې په ټول تېر کال کې ۱۳ ځلې
شوې وې . »
ددې
بریدونو تر ټولو خطرناک برید د روان کال د وږي په
۲۲ مه وشو « شپږو
تنو برید کوونکو په سه شنبې چې د سنبلې/وږي د
میاشتي دوه ویشتمه وه ، تر غرمې وروسته د عبدالحق څلور
لاري ته څیرمه یوې نیمه جوړې شوې
ودانۍ ته ننوتل او د امریکا پر سفارت او ناټو د قومندانۍ
په ګډون یې پربیلا بیلونورو سیمو و
سپکې او درندې ډزي وکړې .په دې برید
کې د پولیسو په ګډون شپږ تنه مړه او شاوخوا
دیرش نور ټپیان شول . په ټپیانو کې د
ناټو ځواکونو شپږ سرتیري او د امریکې د سفارت
څلور کارکوونکي هم شامل ول. »
پنجاب ترهګرو ته له شک پرته اړتیا
لري ، که دا ترهګر لکه د لړم بچی چې خپله مور خوري ،
ټول پاکستان ونیسي بیا هم پنجاب له ترهګرو پرته شتون نلري
. دا چې اشفق کیاني د اتوم بمب خبرې کوي ، دا بمب اوس د
ترهګرو په لاس کې دی او هغه ترهګر خپله د پنجاب پوځ
دی !
دې روستیو کې د پاکستان
اکسپریس تریبیون ورځپاڼه لیکي :
« په خروټ اباد کې دیني
مدرسې هغو طالبانو ته د اوسېدو وړیا ځای
ورکوي چې افغانستان ته د جګړې لپاره ځي او یا
له جګړې څخه بېرته دې سیمې ته د
دمې لپاره راځي.
اکسپریس تریبیون
ورځپاڼه دا سیمه د طالبانو خوندي دمه ځای بولي او
وايي: د خروټ اباد مدرسې جګړې ته د طالبانو د جلب
او روزنې مهم مرکزونه دي او هره مدرسه د میاشتې له
شپږو تر اتو جنګیالي د افغانستان د جګړې
لپاره چمتو کوي.
نویو ګومارل شویو
جنګیالیو ته نوي (۷۵
cc)
موټرسایکلونه ورکول کېږي چې جهاد ته پرې
لاړ شي. دوی ته د خوندي او پټو لارو نقشه ورکول
کېږي. دا جنګیالي د افغانستان پولې ته نژدې د
کوچلاغ له لارې قمرالدین کارېځ ته رسول کېږي
چې د افغانستان د پکتیکا ولایت په پوله کې دی.
اکسپریس تریبیون زیاتوي:
دوی ته ویل کېږي چې ډلې
ډلې لاړ نه شي، په هر موټرسایکل یوازې
دوه – دوه تنه وخوځي.هر طالب ته د موټرسایکل د تېلو لپاره
پر مصرف سربېره پنځه زره روپۍ (پاکستانۍ کالدارې)
جېب خرڅ هم ورکول کېږي. »
خو پوښتنه دا ده که پنجاب د ترهګرو له
شتون پرته په سیمه کې ژوند نه شي کولای او ترهګر د
پاکستان د ملي ګټو څرګندوی او انځورګر
دي ، د سیمې هیوادونه لکه افغانستان او هند به د پنجاب او د هغه له ترهګرو سره څه
کوي ؟
افغانستان کې به جګړه او ناامني
چې د کورنیو لاملونو پرته ، لوی او غټ لامل يي پنجاب او د
پنجاب روزل شوي ترهګر دی ، کومه خوا ته ځي او افغانستان ته به د
ژغورنګ لار څه وي ؟
اوس چې ناټو او ایساف هم افغانستان
کې حضور لري ، هره ورځ يي سرتیري او افسران د پنجاب د
مرمیو ښکار ګرځي ، دوی به خپلو ولسونو ته څه
وايي ؟
ایا افغانستان ، هند او نړیواله
ټولنه چې افغانستان کې پراخ شتون لري ، پاکستاني چارواکو او
پوځيانو ته په دې تمه کښیني چې دوی څه
مهال خپله ستراتېژۍ کې بدلون راولي ؟
پاکستان کې د ستراتیژۍ داسې
بدلون چې هغه هیواد به خپل روزل شوي ترهګر ترخیص
کړي ، د ترهګرو په مټ به د خپلو شوونیستي او
ملیتاریستي موخو څخه تېر شي ، د کړکیچ او
شخړې له دریځه به لاس واخلي او افغانستان او هند سره به د
نیک او ښه ګاونډې پتوګه چلن غوره کړي ،
د ډېرو په اند له وخته مخکې خبرې دي !
دمګړۍ پخوا له دې چې
پنجاب نوی دوستان په چین ، روس ، ایران او عربي سیمه
کې ولټوي
او د خپلو ملیشو او ترهګرو لپاره د ډوډۍ ا وتنخوا
نوې زیرمې پيداکړي ، لویدیځ باید
پرې ټولې مرستې بندې کړي .
افغانستان له نړیوال حضور ، امنیت
شورا ، اسلامي کنفرانس او په سیمه کې د نورو امکاناتو څخه په ګټه پر پنجاب سیاسي دباو
ورزیات کړي .
پاکستان کې میشت افغانانو ته چې
پنجاب ترې د افغانستان پر ضد کړکېچ او جګړه
کې ګټه اخلي ، افغانستان
ته د بېرته راتګ لاره اواره شي او د
جنګیالیو سره يي د خبرو اترو له لارې په واک کې د
ګډون خبره مخته یووړل شي .
افغانستان هم ځانته د اکمالاتو نوې
لارې ولټوي او د پاکستان په لارو د پاکستان د امتیازاتو او دباو
لړۍ ختمه کړي .
که افغانانو ته د پاکستان زړه
ستراتیژی د سیمې د یوه خطرناک فکټور پتوکه
ګڼل کیږی ، په کور دننه ددې زړې
ستراتيژۍ سره تړلی د مجاهدینو دولت هم هومره زیانمن
او له وخته لویدلي ښکاري .
افغانستان کې باید د جهاد او مقاومت پر
بنسټ د حکومت او واک د ویش ډرامه پایته ورسيږي ، هیواد
اوسیمه کې ټولو ناخوالو ته د هیوادپالنې ، اهل کار
او مسلک پر بنسټ د ملي او غښتلي دولت په رامنځته کېدو سره
، ځواب وویل شي . افغانستان کې د جهاد او مقاومت تر چتر
لاندې موجود حکومت ، پاکستان کې د زړې او
خونړۍ ستراتیژي سره نږدې تړاو لري .
که پنجاب کې ستراتیژیک مثبت بدلون
هم راشي او افغانان په پاکستان او ایران کې د روزل شویو
مجاهدینو په حکومت بسیا وکړي او ملي حکومت جوړولو ته
پورې نه وځي ، د افغانانو برخه به بیا خواره وي !
اخځونه :
بېلا بېلې
بریښناپاڼې
د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر
۱۲ مه
سرلوڅ مرادزی