C:\Users\Masoud_2\Desktop\رحیم غمزده.jpg

 

دخواشینۍ پیغام

ارواښاد استاد رحیم غمزده هغه ویاړلې او برمیاله څیره وه، چې د ده تل پاتی غږ او هنرد اوریدونکو او لیدونکو په زړونو کې منګولې شخوي او خپل ځانته یې راکاږي. دی د موسیقې په آسمان کې ځلانده ستوری وو، او په کلونو کلونود بزمونو مشال وو.

ارواښاد استاد رحیم غمزده پنځه اویه (۷۵) کاله مخکې د ننګرهارولایت دخوګیانیو په ولسوالی کې زیږیدلی وو.

ده له کوچینوالي څخه د موسیقې له هنر سره ځانګړې مینه لرله او په شپاړلس کلنې کې یې د موسیقې دهنر په زده کړو پیل وکړ، او دمحلي موسیقي سره یې زیاته مینه درلوده.

ارواښادغمزده صاحب په رادیو او تلویزون کې د یوسلوپنځه شپیته(۱۶۵) په شاووخوا کې آهنګونه ثبت کړي دي، چې د زیاترو آهنګونو کمپوزونه ده خپل جوړکړي دي. دی دکنسرتونوپه اجرا کولو کې د مقاماتو له خوا نمانځل شوی وو، او ډیرزیات سوغاتونه یې ترلاسه کړي وو. ده دخپل ژوند شپیته (۶۰) کاله عمر د افغاني موسیقې په خدمت کې تیر کړی دی. دی نه یوازی، چې دموسیقې دهنر یو تکړه هنرمند وو، بلکې ښه شاعرهم وو.

په خواشینۍ سره، دغې نامتوهنرمند، د (۱۳۹۰)لمریزکال د لیندې د میاشتی په (۲۵) نیټه دجمعی په ورځ د(۷۵) کالو په عمر کې د جلال آباد په ښار کې له دې فاني دنیا څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

انا الله واناالیه راجعون

د ده مړینه زموږ دهیواد لپاره او په ځانګړي توګه د موسیقې دهنرپه ډګر کې یوه ستره ضایعه ده.

زه نه یوازی پدې مناسبت دزړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، بلکې د ده کورنۍ او څپلوانو ته دصبراو تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) څخه  ده ته د فردوس جنت غواړم.

شاعر وایي:

چې پیدا شوی تا ژړل خلکو خندل

داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي

په ډیر درنښت: انجنیرعبدالقادر مسعود