جهادی،طالبي
امارت یا عصري
دولت ؟
ایا
افغانان یو نوي
او عصري دولت
ته چې د دوی د
غوښتنو ځواب
ووايي وړتیا
نه لري ؟ ایا
افغانان له
دومره ترخو
تجربو سره سره بیا هم د مجاهدینو
دولت او یا د طالب
( پنجاب ) تر
سپين بيرغ
لاندې د
اسلامي امارت
مستحق دي ؟
افغانان
چې د نړۍ د
پرمختللو او
ویښو ملتونو
له کاروان څخه
پېړۍ پېړۍ
روسته او خپلو
ګاونډیانو
څخه د نویتوب
په سیالۍ کې
ترشا پاتې دي تر
نورو لومړی د
یو داسې عصري
دولت وړتیا
لري چې د تېر
مهال ورانۍ او
ویجاړۍ ورغوی
، افغان ملت د
پرمختګ او
نویتوب په
لاره برابر او
زموږ د ټولنې
د اوسمهال غوښتنو
او ننګونو ته
ځواب ووايي .
افغانان
د جګړې او
ترهګرۍ سره چې
د څو لسیزو
راهیسې زموږ د
ټولنې هستي او
شتمني سوځوي ،
ملي کادر مو وژني
او د افغانانو
پر مخ د سولې ،
امنیت او د هیواد
د بیا رغاوي
او پرمختګ
لاره يي ډب
کړې ، د مبارزې
د یوې اغیزمنې
وسیلې پتوګه
یو پیاوړي ملي
دولت ته اړتیا
لري .
همدارنګه
افغانان داسې
یو عصري دولت
ته اړتیا لري
چې د نړۍ د پرمختللو
هیوادونو سره
د افغانانو
پرې شوي اړیکې
ټینګي کړي او
هغه وپالي او په
نړیوال دریځ (
ستیژ ) او د
ملګرو ملتو
ټولنه کې
دافغانانو وړ
استازیتوب
وکړای شي . داسې
دولت باید نړۍ
، د افغانانو
پر مخ او
افغانستان د
نړیوالو پرمخ
پرانیستې
وساتي . نړۍ
سره چې نن سبا
د یوه کلي
حیثیت لري او
ګاونډیانو
سره د متقابلو
ګټو او
تساند پر بنسټ
راشه درشه او
اړیکي ولري .
اوس
پوښتنه دا ده
پورته
اندیښنو او ننګونو
ته په پام ، افغانان
یو ګوډاګي
جهادي ، طالبي
امارت او که
یو ملي عصري
دولت ته
اړتیا لري ؟
هغه دولت
چې طالبان او
نور مجاهدین
يي د جوړولو
لپاره ځانونه
په واسکټي او
ځانمرګي
بمونو وژني
افغانان د
جګړې له
ناورین څخه
ژغورلی شي ؛
افغاني ټولنه
سولې او امنیت
ته چې د
افغانانو
ورځنۍ غوښتنه
ده رسولی شي ؛
ایا طالبان او
مجاهدین داسې
کومه افغاني
کړنلار لري ؟
د
طالبانو او
مجاهدینو
دولت به د
وران شوي او
ویجاړ
افغانستان د
بیا ودانۍ او
رغونې لپاره چې
د دوی په لاس
دړې وړې شوی په
عصري اوعلمي
میتودو برابره
کړنلار ولري ؟
د
طالبانو او
مجاهدینو
امارت به د
وخت او ۲۱ مې
پيړۍ غوښتنو
سره سم ،
نړیوالو سره د
افغانستان اړیکې
داسې ټینګي
کړي چې
افغانستان له
نړیوال ګوښه توب
څخه وساتي ( ۱ ) ؟
د
طالبانو او
مجاهدینو
امارت به
پوهنتونونه ،
ښوونځي او د
زده کړي نور
مرکزونه
پریږدي چې
هلته د افغانستان
د بیا ودانۍ
لپاره په عصري
علومو او
تخنیک سمبال
ملي کادر
وروزل شي ؟
د
طالبانو او
مجاهدینو
امارت به د
هیواد نجونو
او ښځو ته په
پوهنتنونو او
ښوونځیو کې د
زده کړې لار
اواره کړې چې
د دوی په
روزنې لږ تر
لږه د هیواد
ناروغې ښځې او
نجونې د درملنې
لپاره پاکستان
، ایران او
نورو
هیوادونو ته د
تګ اړتیا ونه
لري ؟
د
طالبانو او
مجاهدینو
امارت به
هیواد ته د پانګې
، تخنیک او
عصري علومو د
راتګ اجازه
ورکړي چې د
وران او ویجاړ
افغانستان د
بیا رغونې
لپاره ورته
اړتیا لیدل
کیږي ؟
ددې
پوښتنو لړلیک
نورهم
اوږدیدای شي
او دولتونه اړ
دي چې دغو او
دا شان نورو
پوښتنو ته د
ځواب ویلو لپاره
علمي او د وخت غوښتنو
سره سمه تګلار
ولري .
افغانان
نن نه د ډبرې په
پیر ، نه د
وحشي او ځنګلي
ژویو په پير
کې ژوند کوي
چې دولتي
بنسټونو ته
اړتیا ونلري
او نه په
منځني پیړیو
کې اوسیږي چې
د جادوګرو ، پیریانو
او دیوانو په
تاسیساتو
بسیا وکړي .
ملاعمر
اخوند
شپږکاله پر
افغانانو
حکومت وکړ بې
له دې چې کوم
افغان يي څېره
وویني ؛ په
راډیو کې خبرې
وکړي ؛ په
تلویزیون يي
انځور
راښکاره شي چې
په یوه سترګه
او که په غبرګو
ړوند دی او یا
د ولس په
وړاندې په عام
محضر کې ښکاره
شي !
ایا
طالبان یا
مجاهدین نن
بیا هم غواړي
پر افغانانو د
ړندو او کڼو
واکمني وچلوي
؟ ایا د
طالبانو په
اند ټول
افغانان د
ملاعمر پشان ړانده
او د مجاهدینو
په فکر بیا
ټول افغانان
کاڼه دي !
ایا افغانانو
د طالبانو
حکومت نه دی
ازمایلی چې افغانانو
ته يي ویل یوازې
د استسقآ لمونځونه
( ۲ ) د وږو
نسونو د مړښت
لپاره کفایت
کوي او د میکانیزه
کرهڼې ،
مالدارۍ ،
صنعت او
سوداګرۍ لپاره
علمي دولتي
کړنلار ته
اړتیا نشته او روا
نه دي !
د
پوهنتنونو او
ښوونځيو تړل
او ماشومان
پریښودل چې په
کوڅو کې لوټې
او کاڼې یو پر
بل وار کړي او
ټوله ورځ یوله
بله غیږې
ونیسي !
د
کارځایونو او
بېلا بېلو
دولتي ادارو
تړل او مامورین
رخصتول چې په
میدانونو او
چمنونو کې ،
مړزان ، زرکان
او سپي وجنګوي
!
ښځې او
نجونې له
ښوونځيو او
کارځایونو
منع کول ، په
لارو او
سړکونو د
نجونو او ښځو
په متروکو او
ډانګیو وهل او
پر نجونو او
هلکانو
دیوالونه
راغورځول او
هغوی ترې
ژوندې لاندې
کول !
په
هلکانو او
سړیو ږیرې
پریښودل چې که
د ریکین د
ښېښې له کچې
يي ږیرې لنډې
وي ، په کوتکو
او ډانګیو يي
وهل !
په
افغانانو موزیک
بندول ، هنر
رخصتول ، د
هنرمندانو
وژل او تښتول
او خپله بیا
کورونو کې د
پنجابي او عربي
ویدیوګانو او
عربي ډانسونو ننداره
کول !
د ای ایس
ای په
لارښوونه د بامیانو
د بتانو ړنګول
، د ملي ارشیف
او موزیم
غلاکول !
ترهګر ،
القاعده ، بل
لادین او د
نړۍ داړه ماران
، غله او
لوټماران
افغانستان ته
د میلمنو په
توګه رابلل او
خپل هیوادوال
افغانان پرې
ښکنځل ، خرڅول
او وژل !
افغانستان
د پاکستان
پنځم ایالت
ګڼل او له پنجابه
د پاکستان د
مامورینو په
توګه میاشتنۍ
تنخوا ترلاسه
کول !
او داسې
نورې په
سلګونو او
زرګونو د
پنجاب غلامۍ
منل ، هغه څه
دي چې ژبه يي
له ویلو
مقصوره او قلم
يي له لیکلو
عاجز !
ایا
طالبان له
داسې وحشي
تاریخ سره سره
چې یوازې څو
کلونه يي تېر
شوي او د
افغانانو هغه
نسلونه چې دا
هر څه يي
لیدلي ، پرځانونو
يي تجربه شوي
او لا ژوندي
دي ، بیا هم
غواړي پر
افغانانو
حکومت وکړي ؟
نه
هیڅکله نه !
همداراز
نور مجاهدین
چې د جمعیت ،
ګل بدین په اسلامي
ګوند ، حقاني
او یونس خالص
، حرکت او
وحدت اسلامي
ګوندونو او یا
نورو تش په
نوم مجاهدو
تنظیمونو کې
راپنډ شوي ، غواړي
بیا هم پر
افغانانو
واکمني وچلوي
؟
له ۱۹۹۲
څخه تر ۱۹۹۶
پورې
افغانانو هره
ورځ ددې
تنظیمونو د
واکمنۍ خوند څکلی
دی !
یوازې د
کابل کنډر شوی
ښار او د ۷۰
زره کابلیانو
شهادت د
مجاهدینو د
څلورکاله
واکمنۍ د یوې
کوچنۍ بېلګه پتوګه کولای
شي د دغو
درواغجنو
مجاهدینو له
ټولو پوچو
ادعاوو څخه
پرده پورته
کړي او د نورو
ملي ضد کړنلارو
او تګلارو بیان
ته يي اړتیا
نه پاتیږي .
په
لنډه توګه
ویلای شو ، طالب
او مجاهد یو بل
سره بشپړوي او
د یوې غمیزې
دوه بېل
نومونه دي .
افغانستان کې
له مجاهده
پرته طالب او
له طالبه پرته
مجاهد نابشپړ
دی . افغانان د
مجاهد په
اندتوګه کې
طالب ویني او
د طالب په
عملي کړنلار
کې مجاهد
انځوروي . دوی
سره نوک او
ورۍ دي . دواړه د
یوې سکې او
یوې پاڼې دوه
مخونه دي او د
یوه ... دوه
غوږونه !
کومې
ورانۍ ،
ویجاړۍ او
وژنې چې په
۱۹۹۲ ــ ۱۹۹۶
کلونو کې د
مجاهد له لاسه
نیمګړې پاتې
شوې وې ،
طالبانو هغه
په ۱۹۹۶ ــ
۲۰۰۱ کلونو کې
بشپړ کړې .
هغه
مرییتوب چې د
افغانستان د
امنیت د رییس
پتوګه د جنرال
حمیدګل د
ګمارلو په
وړاندیځ له پروفیسور
ربانې څخه
نیمګړې پاتې و
، هغه
پروفیسور
ملاعمر اخوند
د جنرال بابر
او جنرال مشرف
په غلامۍ پوره
کړه !
د مجاهد ،
ملا ، مولانا (
په تېره بیا
چې ځای يي مالوم
نه وي ) او طالب
نومونه هغه
کودونه ،
شفرونه او
رازونه دي چې
تل د پردیو
لخوا په
افغانستان کې
د نوښت ،
بدلون او
پرمختګ په
وړاندې
کاریدلي دي .
د ۲۰ مې
پیړۍ په دوهمه
لسیزه کې د امانیه
غورځنګ په
وړاندې هم د
ګوډ ملا
لمسونکي
پارونې او د
شوربازار د
حضرتانو
چلوټې د
افغانانو په
ماغزو کې لا
ژوندۍ دي .
همدې ملایانو
او حضرتانو له
غلو او داړه
مارو څخه د سقاو
په مشرۍ ملاتړ
وکړ او د
امانیه
غورځنګ د
بدلون او
پرمختګ
هیوادپالوونکې
اندیښنې او
تګلارې يي د
افغانانو په
وینو ولمبولې
!
د سردار
محمد داودخان
او روسته د
نورو مثبتو بدلونو
په تړاو د مجاهد
او طالب په
نوم د ای ایس
ای لاسوهنې او
یرغلونه لا
اوس هم دوام
لري .
همد اوس په
افغانستان کې
روانه جګړه د
مجاهد او طالب
په لاس توده
ساتل کیږي .
مجاهد پر دولت
خېټه اچولې او
طالب نیمايي
په دولت او
نیمايي له
دولته بهر دی
او په دې لامل
د دولت د
انحصار لپاره
یو له بل سره
ښکر په ښکر دي.
نړیوال
او ټول
افغانان په دې
پوهیږي چې
لویدیځ ،
مجاهدین او
طالبان ددې
لپاره هست کړل
چې د دوی په مټ
او اوږو افغانستان
ته راشي او
ځای پرځای شي .
اوس چې لویدیځ
، افغانستان
ته راغلی او
ځای په ځای
شوی د
مجاهدینو او
طالبانو دنده
پایته رسیدلې
. لویدیځ نور
مجاهدینو او
طالبانو ته
اړتیا نلري . په
دې دلیل افغانان
، طالبانو او
مجاهدینو ته
سلا او مشوره
ورکوي مخکې له
دې چې لویدیځ
مو وشړي او له
منځه مو یوسي
، ښه به داوي
چې د دولت او
امارت پوچې
دعواوې
پریږدۍ او د
افغانانو دا
سلا او غوښتنه
پخپل خیر وګڼۍ
!
د حکومت
او ادارې له
دعوې تېر شۍ !
لاړ شۍ د
حج ، اوقافو ،
جوماتونو او د
هیواد د لوڼو
زامنو د
اسلامي ښوونو
چارې پر مخ
بوځۍ !
یادونه :
( ۱ ) طالبانو
خپلې تېرې
واکمنۍ کې
یوازې د دریو
هیوادونو
پاکستان ،
عربي اماراتو
او سعودي عربستان
سره اړیکې
درلودې .
( ۲ ) د استسقا
لمونځ ( صلوه
الاستسقاء ) :
خدای
مکړه دلته د
استسقا لمونځ
ته کوم سپکاوی
موخه نه ده او
د هغه درناوی
پخپل ځای پاتې
دی ، خو
طالبانو د
خپلې واکمنۍ
په مهال له
داسې لمونځ
څخه لکه د
اسلام د نورو
احکامو او
لارښوونو
پشان سیاسي
ګټه پورته
کوله .
د ۲۰۱۱
کال د نومبر
۲۵ مه
سرلوڅ
مرادزی