نوی
کال او نوی
فرصتونه
د بن د دوهم
کنفرانس او سلاکارې
لويي جرګې په
درشل او له
هغې روسته ،
سیمه او
په کور دننه
افغانستان د
نویو تغیرونو
او بدلونونو
سره مخامخ دی . په
ټولیزه توګه
دا تغییرونه د
افغانانو په
خیر او ګټه
شمېرلی شو او
د افغان دولت
په وړاندې يي
نوي فرصتونه
او افقونه مخې
ته ایښې دي. خوکه
د نویو
فرصتونو او
پرانیستو
افقونو په
محاسبه کې
افغان دولت ختاوځي
او له هغو څخه
د سولې او
امنیت په
راوستلو او افغانانو
ته د ښې ادارې
او خدماتو په
وړاندې کولو
کې د پخوا
پشان ناغیړي
وکړي ، دا
فرصتونو هسې
له لاسه وځي او
افغانان به
بله پېړۍ
انتظار باسي
چې که بیا
داسې مناسب
فرصتونه
ترلاسه کړي !
د نوي کال
په راتګ د
خپلو ټولو
ناولتیاوو ،
فساد او
دیماګوګ
سیاست ( هغه
سیاست چې ولس
تېرباسې ) سره
سره بیا هم دا
افغان دولت نه
دی چې د ځینو
په اند ، د بن
بست سره مخ دی
بلکې د افغان
مرکزی دولت په
وړاندې په کور
دننه
ورانکاري او سیمه
یز مخالفین دي
چې د بن بست ،
غوڅې ماتې او
رسوايۍ سره مخ
دي .
نوي کال
کې پاکستان چې
د افغانانو تاریخي
بدخوا دی ، په
کور دننه په سختو
ستونځو او
شخړو کې
ډوبیږي .
پاکستانۍ
ټولنه چې د
پوځیانو او
ملکي
بدماشانو په
۶۰ کلن یرغمل
کې ښکېل ده بلاخره
دې ته اړ شوې
چې د دوی
ګریوانونو ته
لاس ورواچوي .
د پاکستان د
واک د درې
ګونو قواو
ترمنځ شخړه ، د
رسنیو د
رسوايۍ له کچې
اوړي او په
کورني
تاوتریخوالي
بدلیږي . د
رسنیو په
روستۍ وینا د
پاکستان د
ملکي حکومت او
پوځ تر منځ
کړکېچ اوج ته
رسېدلی .
د
پاکستان پوځ
چې د دغه
هیواد په پنځه
شپېته کلن
تاریخ کې څلور
کودتاوې کړي
او لا هم
باوري دی چې د
پاکستان د ګټو
او ساتنې دفاع
کوي ، له پیل
څخه زرداري ته
په ښه سترګه
نه دي کتلي .
د
پاکستان
دولتمشر
زرداري لا څلور
کاله وړاندې د
۲۰۰۷ کال د
ډېسمبر په ۲۷
مه د خپلې
میرمن بېنظیر
بوټو د جنازې
په مراسمو کې
ویلي وو ،
پوځیان چې
موخه يي هغه
مهال پرویز
مشرف و، نه
غواړي
پاکستان روغ رمټ
پاتې شي په
داسې حالت کې
پيپلزپارټې
هم د پاکستان
د سلامتیا ذمه
واره نه ده .
« یو
یاداشت چې د
جنوري په ۱۷
مه خپور شوې
په هغه کې د
پاکستان سترې
محکمې، لومړي
وزیر یوسف رضا
گیلانی ته ویلي چې
عدالت ته یی
سپکاوی کړی او
د محکمې امریې
نه دی تعقیب
کړی چې په
ولسمشر
زرداري باندی
د اداري فساد
تورونه را
وسپړي. دغه
یاد داشت
لومړي وزیر
ګیلاني ته
امرکوي چې د
جنورۍ په ١٩
دي محکمې ته
حاضر شي. که
چیري په محکمه
کې مجرم وخوت ، نو
ښاغلی گیلانی
بندی کیدی او
د صدارت له
مقام څخه
لیري کیدلی شي .
قاضیان حکومت
څخه غواړي چې پر
ولسمشر اصف
علي زرداری د
اداري فساد
تورونه چې د
١٩٩٠ د لسېزې
د وخت تورونه
دي بیا
را وسپړي. امریکا غږ »
خیبر
پښټونخوا کې
هم د پولیسو
په اډو باندې
بریدونه ، د
شیعه او
سنیانو په منځ
کې وسلوالې
نښتې ، د
بلوچیستان
کړکېچن حالات
او په هغه
ایالت کې د
پولیسو پر
چوڼیو د بلوڅو
د خپلواکۍ غورځنګ
یرغلونه که پر
پاکستاني ولس
باندې د
اقتصادي
ستونځو او
پرګنیزو
وزګاریو او
بېکاریو سره
یوځای شي ، د
پاکستان راتلونکې
نوره هم پيکه
او تتولای شي .
همداراز
د پاکستان د
پوځ او ملکي
حکومت او سترې
محکمې ترمنځ
جنجالونه په
داسي حال کې
ادامه لري چې
وسله والو
طالبانو هم په
پاکستان کې حملو
ته دوام ورکړی
دی.
د
جمعې په ورځ
وسله والو
طالبانو په
شمالي وزیرستان
کې د پولیسو
پر یوه
ماموریت برید
کړی ، درې پولیس
یې وژلي او نه
تنه نور یې
ژوبل کړي دي .
بلخوا یو
شمیر سیاسي
شنونکي په دې
اند دي چې
ښایې له امریکا
او جرمني سره
د طالبانو د
سولې د خبرو له
تودیدو سره سم
د طالبانو وسلوال
مقاومت په دوه
برخو وویشل
شي.
هغوی
وايي چې د
طالبانو
تنظیم به ځکه
په دوه ډلو
وویشل شي چې د
ملاعمر ښاخه
یې د سولې پلوي
کوي خو د
پاکستان د ای
اس ای ترمستقیم
اغیز لاندي
طالبان به
هیڅکله هم د
پاکستان له
امره پرته د
سولې خبرو ته
حاضر نه شي.
همدارنګه
د اسلامي ګوند
مشر ګلبدین
حکمتیار چې تر
نورو مخکې د
باد لګېدا
لوری حسولای
او مالومولای شي
، نوې وضعې ته
په پام کابل
حکومت ته د
همکارۍ په
وزرو او
امریکایانو
ته په نوي
چوپړد لکۍ په
ښورولو راضي
ښکاري .
د
پاکستان د
کورنې وضعې په
خرابېدو سره ،
د وخت یاران
نور نه غواړي چې
هلته زیات تم
شي او
افغانستان کې
د چوکیو او
نوروغنایمو
په ویش کې د
ګډون فرصت له
لاسه ورکړي .
بلخوا
په کور دننه د
برهان الدین رباني
له مرګ روسته
چې په مناسبه
سزا ورسید جمعیت
، نظارشورا او
د هیواد په
شمال کې د پخوانۍ
ټلوالې نور
ډاکوان یتیم ،
بې سرپرسته او
مړژواندې
ښکاري . دوی په
اخرو دوه درې
میاشتو کې
هیواد کې دننه
او بهر ډېرې
منډې ترړې
وکړي ، خو یوې
هم سر ونه نیو .
لومړی يي د
سلاکارې لويي
جرګې د پرانیستلو
سره مخالفت
وکړ. خو
کله يی چې
ولیدل د دوی
له ګډون پرته
هم هغه جرګه
جوړه شوه ،
روسته يي یوې
څانګې د جرګې
پریکړې ومنلې
او بلې څانګې
د پخوا پشان
ځان مرور
وساته .
دوی
په قطر کې د
طالبانو ،
دولت او
نړیوالو له
خبرو سره هم چې
هیواد کې د
سولې او ټیکاو
په موخه کیږي،
وارختا دي . د
همدې
وارختايۍ له
کبله یو شمېر
يي لکه ضیا
مسعود ، محقق
، دوستم او
امرالله په
بډو ګوتې
ووهلې او تر
برلین پورې په
یوه منډه ،
ساو تیګا
ورسېدل . هلته هم
دوی چې کومې
خبرې له امریکایانو
او جرمنانو
سره کړي او په
هغو کې يي د
پردیو سرتېرو
او پوځي
لګښتونو په
بیه
افغانستان کې
د جګړې اور
تلپاتې غوښتی ،
اوس ددې خبرو
حال د
افغانانو له
ډاره چا ته ښکاره
نه شي ویلای . دا
چې وايی « خاین
، ډارن وي » دوی
چې هلته د
سولې نه منلو او
د هیواد پاشلو
په نیت تللي
وو لومړی په
لاره کې دوه
ځایه شول . یوې
ډلې يي په
غونډه کې له
ګډون څخه
انکار وکړ . دوهمه
ډله چې په ځان
ډاډه ښکاریده
او د برلین په
کرغیړنه
غونډه کې يي
ګډون وکړ د
افغانانو له
پراخ غبرګون
څخه روسته
پخپلو کړو
خبرو یا خپله
منکر او یا د
خپلو
ویاندانو په
خوله منکر شول
. د دوستم
ویاند ذکی
وویل ، چې د
ملي جنبش
پلویان په
برلین کې د
دوستم خبرې نه
مني اوهغه
یوازې د دوستم
خپلې خبرې دي
او د ملي جنبش
پریکړه هسې نه
ده .
اوس
له دوی څخه
پوښتنه دا ده
، کله چې دوی
خپلو
تنظیمونو ته
هغه خبرې چې دوی
په برلین کې
کړی دی نه شي کولای
نو دا خبرې به
نورو
افغانانو ته
څنګه ووايي !
د
برلین
کرغېړنې
غونډې د
افغانانو د
یووالي دوښمنان
او د
افغانستان
بدخواهان
دومره رسوا او
ذلیل کړل چې
اوس له
افغانانو پټ
ګرځي !
له
نورو خواو هم
په ۲۰۱۲ کال
کې د افغانانو
بخت ویښ ښکاري
. ایران د
افغانستان بل شرګډی
او بدخوا
ګاونډی هم په
خپلو خولو کې
خیشت دی . د
اتومي وسلو د
جوړښت او په
کور دننه د
ایراني ولس په
زندۍ کولو کې يي
د عرب او عجم
دوښمني ځانته
ګټلې ده . د
ایران دفاع
وزیر احمد
وحیدي چې څو
ورځې مخکې يي
د هرموز تنګي
د تړلو ګواښ
کړی و ، سیمې
ته د انګلستان
د اوبتل په
رسېدلو او د
امریکایانو
په خوځښت سره
خپله خبره
بېرته
واخیسته او
لارې ته راغی . دا
چې وايي کږه
خوله په سوک
سمیږي د ایران
په اړه صدق
کوي .
په
لنډه توګه
ویلای شو ، د
افغانستان
دواړه شریر او
مضر ګاونډیان
پاکستان او
ایران پخپلو
کورنیو
ستونځو کې ګېر
او ښکېل دي او
د خپل بدن د
زخمونو او
ټپونو په څټلو
بوخت دي . د دوی کورني
بحرانونه
افغانستان ته
فرصت برابروي
چې خپلې
ستونځې په سړه
سینه حل کړي .
همداراز هیواد
کې دننه
ورانکاري او
بېلتونپالې
ډلې د
افغانانو د
قهر او غضب
سره مخ دی او د
خپل بیا سمون
او رغون په
کړکېچ اخته دي
. د بن له دوهم
کنفرانس
روسته
افغانستان
سره د نړیوالو
پراخو مرستو
ژمنې شوې او د
لويي جرګې په
سلا او مشوره دولت
په نړیوال او
کورني ډګر کې
د پرانیستی او
پراخ لاس
خاوند شویدی .
په
داسې ګټورو فرصتونو
، دولت کولی
شي قطر کې په
ځواکمن دریځ
طالبانو سره د
سولې او امنیت
خبرې مخې ته
یوسي او بلخوا
د ښې او کاري
ادارې په
رامنځته کولو سره
افغانستان له
موجوده
کړکېچه وباسي
.
ترڅو
چې دولت د
فاسدو
مامورینو او
جهادي ــ
مافیايي کړیو
څخه ځان ونه څنډي
او سالمې
ادارې ته پورې
نه وځي ، که د
نړي ټولې
مرستې راسر وي
او سیمه هم
ټوله فرصت
فرصت وي ،
ډبره به له
ځایه ونه ښوري
او د افغانانو
به همدغه حال
وي څنګه چې دی !
د
۲۰۱۲ کال د
جنوري ۱۸ مه
سرلوڅ
مرادزی