د افغانستان
په ګټه تاریخي
فرصتونه
مرګه
هومره مهلت
راکړه په جهان
کې
چې
جمدر د مدعي
په وینو سور
کړم ( ۱ )
خوشحال
خان بابا
د
نومبر په ۲۶
مه په مومندو
ایجینسۍ کې د
پاکستان پر
یوې پوځي
پوستې د ناټو
برید کې د ۲۸
تنو پاکستاني
پوځيانو وژل
څرګندوی چې
سیمه د جګړې په
ډګر کې له
نویو
پرمختیاوو
سره مخکېدونکې
ده . پر
پاکستاني
پوځي پوستو د
ناټو برید یو
ځل بیا وښوده
چې دا پوستې
افغانستان ته
د ترهګرو د
مخنیوي په نیت
نه دي اچول شوي
لکه څنګه چې
يي ایساف ،
افغانستان او
نړیوالو ته پنجابي
واکمنان په
رسنیو او خپلمنځي
اړیکو کې بیانوي
.
د
ډېرو په اند د
ډیورند پر
تپلې کرښه ، د
پنجابي پوځ
پرتې پوستې د
ترهګرو د
مخنیوي په
موخه نه ،
بلکې
افغانستان ته
د ترهګرو په
راوښتو کې د
مرستې لپاره
اچول شوي دي .
په دې پوځي
پوستو کې
ترهګر
افغانستان ته
د راوښلتو په
مهال وسلوال
کیږي ، د جګړې
مړي او ټپیان
يي ددې پوستو
په مټ خوندي
ځایونو ته انتقالیږي
او په ټوله کې
دا پوستې د جګړې
د شاتنې جبهې پتوګه
کارول کیږي .
د
رسنیو د
مالوماتو له
مخې لومړی دغو
پوستو ، پر
افغاني او
ناټو ځواکونو
ډزې کړی او
روسته ناټو د
ډزو او برید
په ځواب کې
غبرګون ښودلی
. بلخوا د
محمود طرزي
ټولنه چې یوه
خپلواکه ټولنه
ده وايي چې دا
پوستې د
ډیورند
کرغیړنې کرښې
دیخوا د
افغانستان په
لور نورې هم
راوړاندې شوې
وي او موخه يي
داوه چې د
ازموینې
پتوګه وګورې
چې د خپل داسې
یرغل په
وړاندې
افغانان څه غبرګون
ښۍ ؟
لکه
چې ټولو ته
څرګنده ده ، د
روان کال د مۍ
په دوهمه د
القاعده مشر
بن لادین چې
پنجابي
چارواکو خپلې
پلازمېنې ته
نږدې ایبټ
اباد کې ، د
نړیوالو له
پامه لری د
اوږدې مودې
لپاره پټ
ساتلی و ، د
پاکستاني
چارواکو له
خبرتیا پرته
په یوه
غافلګیر
امریکايي
یرغل کې ووژل
شو . د بن لادین
دا ډول مرګ د
پنجابي
واکمنانو دوه
مخې څېره لا
بربنډه کړه چې
تل يي په
پاکستان کې د
نوموړي له شتون
څخه انکار
کاوه .
دې مرګ ،
د لویدیځ او
امریکې او
بلخوا د پنجاب
ترمنځ یو پربل
د ډاډ او ویسا کمپله
ټوله کړه .
د باور
نور پاتېشونې
هم هغه مهال
له منځه لاړل
چې د سیپټمبر
په ۱۴ مه ، د
پنجاب تر
ملاتړ لاندې د
حقاني
یرغلګرو په کابل
کې
د ناټو
ځواکونو پر
عمومي
قومندانۍ او د
امریکې پر
سفارت برید
وکړ. اوس د هرې
ورځې په
تېریدو سردا
اړیکې نورې هم
د خړپړتیا په
لور درومي او
د چا خبره نور
د لباس په
خندا نه اخلي
کوشیرونه !
« د ۲۱ مې
پېړۍ په پيل
کې
امریکایانو
پاکستان ته یو
څرګند پیغام
لیږلی او ویلي
و چې د ترهګرۍ په
وړاندې جګړه
کې یا امریکایانو
سره یوځای شۍ
او که نه په
بمبارۍ کې به پاکستان
د ډبرو پير
ته ورستون کړي
. خو له یوې
لسیزې راهیسې
پاکستان د
ځمکې پر مخ له
بل هر هیواده
زیات د امریکایانو
په له منځه
وړلو او وژنه
کې ګرم ګڼل
کیږي . ازادي
راډیو د نومبر
۲۹ مه »
د
مومندو
ایجینسۍ پر
پوستو له برید
روسته « د
پاکستان د
کابینې
دفاعي
کمېټې پرېکړه
وکړه چې
افغانستان کې
د ناټو
ځواکونو ته د
اکمالاتي
لارې د بندولو
ترڅنګ امریکا
ته پنځلس ورځې
وخت
ورکړي
چې بلوچستان
کې له شمسي هوايي
اډې څخه خپل
پوځیان
وباسي.
پاکستان
په خپله خاوره
کې د شمسي او د
سند ایالت د
جېکب اباد په
شمول درې اډې
امریکايي
ځواکونو ته
ورکړي..... په دې
غونډه کې د دې
کمېټې د غړیو
ترڅنګ د
پاکستان د
مرکزي حکومت د
کابینې غړي، د
دغه هیواد د
درې ګونو وسله
والو قواوو
مشران (هوايي،
مځکنی او
سمندري) او د
ټولو قواوو ګډ
لوی درستیز
برخه درلوده .
تاند»
همدارنګه
د روستیو
بمباریو په
تړاو د افغانستان
په اړه په یوه
غبرګون کې « د
پاکستان دولت
اعلام کړی چې
د افغانستان
په اړه به هغه
نړیوال
کنفرانس کې چې
د دیسمبر په
پنځمه ، بن کې
جوړیږي ګډون نه
کوي . دغه
پریکړه د
کابیني
په هغه غونډه
کې چې د
پاکستان د
لومړي وزیر
یوسف رضا
ګیلانې په مشرۍ
جوړه شوې ،
نیول شویده .
ګران
افغانستان »
بلخوا
امریکا کې د
پاکستان نوې
سفیرې شیری رحمن
د افغانستان
په اړه د
پاکستان د پوځ
اندتوګه په
نیویارک
ټایمز
ورځپاڼه کې
داسې څرګندوي
« کابل کې
هرحکومت باید
د پاکستان
پلوي وي . د
پاکستان له
پلویتوب پرته
د افغانستان
په نوم هیواد ځای
نه لري او دا
په دې مانا چې
افغانستان به د
هند ، امریکا
او خپله د افغانانو
په ضد وي .
راډیو ازادي ،
د نومبر ۲۹ مه »
خو
د پاکستان
روستۍ
څرګندونې او
غورځې پرځې د
پاکستان زور
او ځواک نه
بیانوي بلکې
له هر څه زیات
ددې هیواد
وارختايي او
نړیوال ګوښه
توب څرګندوي .
کېدای شي
پاکستان د چین
، ایران ،
روسيي او ځینې
عربي کړیو ملاتړ
ته سترګې
نیولي وی .
پاکستان
د نومبر په
میاشت کې کله
چې افغانستان
له هند سره
ستراتیژیک
تړن لاسلیک کړ
، چین سره ګډې
پوځي مانورې
ترسره کړې « د
چین د رسنیو د
رپوټ له مخې
ددې هېواد او پاکستان
څلورمې ګډې
مانورې به په ۲۰۱۱ کال
د دوستۍ په
نوم پيل او د
نومبر تر ۲۷مې
پورې به دوام
وکړي. د دې
رپوټ له مخې
دغه مانورې د
پاکستان په
خاوره کې کېږي. سورغر
ورځپاڼه»
دغه
هیوادونه په
اوږدمهال او
بل القوه توګه
پاکستان سره
یو څه مرسته
کولای شی ، خو
پاکستان همدا
نن وږی او د
لویدیځ او
امریکا د فوري
او بیړنیو
مرستو پرته د
سبا امید نه
لري . بلخوا
پاکستان ددغو
هیوادونو
خیالي ملاتړ د
لویدیځ په
وړاندې د یوې
تبلیغاتي
وسیلې پتوګه
کاروي او
لویدیځ ډاروي
ترڅو پاکستان
ته مرستې جاري
وساتي .
همداراز
که پاکستان د
بن کنفرانس کې
ګډون ونکړي
لکه څنګه چې
يي هوډ نیولی،
دا هیواد به
په نړیوال ډګر
کې نور هم
ګوښه شي . افغانستان
د بن کنفرانس
کې د پاکستان
له ګډون پرته
په ښه توګه د
خپل هیواد په
ګټه او د
پاکستان د لا
ګوښه توب
لپاره ډېر څه کولای
شي .
د
بن کنفرانس د
افغانستان د
بیا ځلا لپاره
ګټور فرصت دی .
افغاني پلاوی
باید له دې
شېبې څخه د
نوي
افغانستان
لپاره پوره
ګټه پورته کړي
. نړۍ به په هغه
ملاتړ چې د بن
کنفرانس کې به
وځلیږي هیڅکه
روسته په
دومره کچه بیا
د افغانستان
ملاتړ ونه کړي
. همدغه
ځانګړتیاوې د
افغانستان
حریفان او
سراښ
ګاونډیان
لمسوي چې د
افغانستان د
پرمختګ په
وړاندې خنډونه
واچوي چې ښه
بېلګه يي د بن
کنفرانس کې د
پاکستان د
دولت د نه
ګډون اوسنۍ
پریکړه ده !
بلخوا
د پاکستان خپل
منځي
اختلافونه هم
له چا پټ نه دي « امریکا کې
مېشت یوه
کاروباري کس
منصور اعجاز په
خپل یوه مضمون
کې ادعا کړې
ده چې د اسامه
بن لادن تر
وژنې وروسته
په امریکا کې
د پاکستان
سفیر حسین
حقاني په
مرسته اصف
زرداري، مایک
ملن ته یو پټ
لیک استولی وو. د ده د
ادعا تر مخې
په لیک کې دا
غوښتنه شوې وه
چې امریکا دې
په ممکنه توګه د پاکستاني
پوځ له لورې ،
له څوکۍ
څخه د اصف
زرداري
د لرې کولو
مخه ونیسي.
»
په
ټولیزه توګه
ویلی شو ،
پاکستان چې د
۲۱ مې پيړۍ د
غوښتنو سرچپه
لار وهي ،
ترهګرو څخه د
سیمې د نارامۍ
لپاره د خپلې
وسیلې پتوګه
کار اخلي او
نړۍ سره دوه
مخې لوبه مخې
ته بیايي ،
نور هم په
نړیوال ډګر کې
ګوښه کیږي . همدارنګه
په کور دننه
اقتصادي
ستونځې او مالي
تنګسیاوې
پاکستاني ولسونه
او ناوړه دولت
یو بل ته په
سنګر کې
کښینولي .
کورنۍ شخړې او
کرکې د
پراخېدو په
درشل کې دي او
پاکستان به
پای کې په
کورنې جګړې او
بشپړې پاشلتیا
ورمیلمه کړي .
له
دې اړخه هم د
سیمې وضعه د
افغانستان په
ګټه تغییر او
بدلون مومی او
تاریخ نوې
دندې او
مسولییتونه د افغانانو
پر اوږو باروي
!
یادونه
:
(
۱ ) جمدر :
کرچ ، د تورې
غوندې یوه
غوڅوونکې اله
ده
د
۲۰۱۱ کال د
نومبر ۳۰ مه
سرلوڅ
مرادزی